سراج‌الدین: نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله يوو

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني چې د ملګرو ملتونو او د امریکا د «اېف‌بي‌ای» په تور نوملړ کې دی وايي، دوی له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله دي.

هغه دا خبره پرون د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراج‌الدین حقاني له قوله لیکلي، دوی د نړۍ د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دي او د دوه اړخيزو مثبتو اړيکو د پاللو ظرفيت لري.

هغه دا هم ویلي چې نړۍ دې افغانستان سره خپلې مرستې او تر خوا یې پروژې بېرته پیل کړي.

هغه وویل: "دنیاوال دې دا غږ واوري، کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي، پروژې دې بېرته فعالې کړي، زلزله‌ځپلو سره چې کومو بنسټونو کُمکونه کړي و، کومو دولتونو کُمکونه کړي و، یا چې په دې سېلابونو کې کمک کړی، موږ ډېر ورځني ممنون یوو، د مرستو او کُمکونو توجه دې، دې لوري ته راوګرځوي."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د طالبانو حکومت له بیا واکمنۍ وروسته تر ډېرې مودې په رسنیو کې نه‌راڅرګندېده.

د طالبانو حکومت له بیا واکمنۍ مخکې، کورني او بهرني پوځیانو د حقاني شبکه د طالبانو تر ټولو خطرناکه څانګه یادوله چې د هغوی په وینا، په افغانستان کې یې د پېچلو ځانمرګو او وسله‌والو حملو د طرحه کولو مسؤلیت درلود.

سراج‌الدین حقاني د طالبانو اړوند د حقاني شبکې مشري کوي. هغه د ملګرو ملتونو او د امریکا د «اېف‌بي‌ای» او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو په تور نوملړ کې دی او دغه‌راز په ورسپارلو یې د ۱۰ ملیونه ډالرو جایزه هم اعلان کړې.

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني وړاندې له «سي‌اېن‌اېن» ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې د نړیوالې ټولنې د یوې مهمې غوښتنې په اړه چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل دي، څرګندونې کړي او ویلي و چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه ښه خبرونه په لاره دي، خو هغه څه چې لا تر اوسه هم د یوې خبرې تر حده پاتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو په نوم په جوړه شوې غونډه کې د دوی مشر هبت‌الله اخندزاده ویلي و، دوی به د بهرنیو فرمایشات ونه‌مني، خو د اختر په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ده هم بیا له نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتنه کړې وه.

دې خبر ته نور جزئیات هم ورزیات شول.