ملګري ملتونه له افغانستان سره د روغتیا برخه کې نوې مرسته کوي

آرشیف

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د بېړنیو روغتیايي تجهیزاتو نوې بسته یې ترلاسه کړې چې د دوه لکه ۳۰زره افغانانو اړتیاوې پوره کوي.

په افغانستان کې د دې ادارې څانګې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دوی به په افغانستان کې د بشري بحران له اغېزمنو شویو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي، د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو ویلي، چې په افغانستان کې د روان بشري بحران د حل لپاره یې له بېلابېلو ادارو او هېوادونو سره تماسونه ټینګ کړي دي.