نن د افغانستان بانک ١٢ ميليونه ډالره ليلاموي

آرشیف

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک پرون په یوه لنډکۍ اطلاعیه کې ویلي، نن یکشنبه ۱۲ ميلیونه امریکايي ډالره لیلاموي.

دغه بانک په هرو څو اوونیو کې په ميلیونونو ډالره د لیلام په ډول خرڅوي چې هدف یې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات ساتل بلل شوي دي.

خلک شکایت لري، که څه هم د افغانیو ارزښت یو څه ثابت پاتې دی، خو د خوراکي او غیرخوراکي موادو بیې خورا اوچتې شوي، چې زیات افغانان یې د بېوزلۍ له کبله د اخستلو وس نه لري.