د پاکستان د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، پرون شنبه په دې ایالت کې دوه پولیس وژل شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو ویاند ظاهر خان ازادۍ راډیو ته وویل دغه دوه پولیس د وسله والو کسانو په ډزو په باړه کې وژل شوي او حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
دا پېښه داسې مهال کېږي، چې دوې ورځې مخکې، په شمالي وزیرستان کې دوه دیني عالمان ووژل شول؛ دغه راز تېره دوشنبه په بنو کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي وو.
دا حملې داسې وخت کېږي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک له اسلام اباد سره اوربند اعلان کړی دی.