د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد څلور محصلان په کابل کې بې درکه شوي دي.
دا څلور محصلان، چې د اختر په لومړۍ ورځ بې درکه شوي، د افغانستان په دوو جلا پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت وو.
ویل شوي، چې د بې درکه شویو له منځه دوه تنه د ننګرهار پوهنتون او دوه د کابل د طبي پوهنتون محصلان وو.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو د بې درکه کېدو کومه پېښه نه ده شوې.
د راپور له مخې، د پاکستان د بشري سرچینو وزیر ساجد توري په دې اړه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې کړي دی.