د ډونالډ ټرمپ لومړۍ مېرمن ايوانا ټرمپ د ۷۳ کلونو په عمر مړه شوه

د ټرمپ پخوانۍ مېرمن ايوانا ټرمپ او د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړۍ مېرمن ایوانا ټرمپ د درې اویا کلونو په عمر مړه شوه.

ډونالډ ټرمپ په خواله رسنیو کې لیکلي دي چې دی ډېر خواشینی دی چې هغو کسانو ته چې ایوانا ټرمپ یې ښه ایسیده د هغې د مړینې خبر ورکوي، ټرمپ لیکي چې د داسې خلکو شمیر زیات دی.

ایوانا ټرمپ په نیویارک کې په خپل کور کې مړه شوې ده.

دې په نولس سوه اووه اویایم کال کې له ټرمپ سره واده کړی و بیا په نولس سوه دوه نویم کې ترې بیله شوه.

ایوانا ټرمپ د ټرمپ د درې اولادونو کشر ډونالډ، ایوانکا او ایریک مور وه.