د خوړو نړيوال پروګرام: سږ کال مو له ۱۸ ميليونه زياتو افغانانو ته بشري مرستې رسولي

غزني کې بې وزله خلکو سره شوې مرستې

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، سږ کال یې تر اوسه پورې تر ۱۸ میلیون زیاتو افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې په تېرو شپږ نیمو میاشتو کې یې اړو کسانو ته ۴۱۰ زره ټنه خواړه او ۱۱۵ میلیون ډالره نغدې پیسې ورکړي دي.

دې پروګرام له هند سره د یوې موافقې یادونه هم کړې چې پر اساس به یې دا پروګرام د هند لس زره ټنه غنم وېشي.

د خوړو نړيوال پروګرام داسې مهال د مرستو رسولو يادونه کوي چې اوس مهال تر نيمايي ډېر افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.