پکتيا کې سېلاب ځپلو د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې

پکتيا کې تازه سېلابونه چې ويجاړۍ يې رامنځته کړي

وروستیو ورښتونو د پکتیا ولایت د مرکز په ګډون په زرمت، ځاځي اریوب، جاني خېل، سید کرم، احمد ابا، ډنډ پټان او څمکنیو ولسوالیو کې سېلونه جاري کړل چې له کبله یې د سر و مال تاوانونه پېښ شول.

ځايي چارواکي په سېلونو کې د ۶ تنو مړینه تاییدوي او وايي چې ډېر کورونه، لارې، پلونه، ویالې، کاریزونه، باغونه او فصلونه ویجاړ شوي دي.

هغه خلک چې سېلابونو ځپلي د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر نورو جنوبي او ختیځو ولایتونو کې سېلونو د سر و مال ډېر تاوانونه واړول.