د پیسو د نړیوال صندوق( ای ایم ایف) یو پلاوي له پاکستان سره موافقه وکړه چې د شپږ میلیارده ډالرو د پور غوښتنه بېرته را ژوندۍ کړي.
دا پیسې له دوه زره نولسم کال را په دې خوا کنګل شوې وې.
ای ایم ایف د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، که چېرته د دې سازمان اجراییوي بورډ دا موافقه تصویب کړه نو ډېر ژر به له دې پیسو د یو اعشاره اوولس میلیارده ډالرو پور پاکستان ته وسپاري.
د ای ایم ایف پلاوي وروسته تر دې له اسلام اباد سره د پور د ورکړې موافقه وکړه چې د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف پر خپلو خلکو نوي مالیات وضع کړل او د انرژي په برخه کې یې خلکو ته د سبسایډي له ورکولو لاس واخیست.
دا هغه غوښتنې وې چې ای ایم ایف په اقتصادي برخه کې د اصلاحاتو په لړ کې له پاکستانه لرلې.