قبرس تر اوبو لاندې لومړی لرغونی پارک پرانيست

ارشيف

قبرس تر اوبو لاندې لومړی لرغونی پارک ګرځندویانو ته پرانیست.

د مدیترانې سمندرګي پرغاړه په دې سیمه کې تر میلاد مخکې د دوه سوه څلور نوي او درې سوه یولس کلونو تر منځ د اماتوس پخوانۍ پاچاهي وه، دا هغه زمانه ده چې پر قبرس د لوی سکندر د دوو وارثینو دعوه وه.

یو شمېر کتونکي په دې نظر دي چې ښایي له دې ځایه به د تجارتي سمندري بندر په توګه استفاده کېده.