کابل کې د پاورلفټينګ کلاستيک منتخبې سيالۍ پيليږي

ارشيف

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کابل کې د افغانستان (پاورلفټينګ ) کلاستيک پنځم پړاو منتخبې سيالۍ پيليږي.

دغه ریاست لیکي، ټاکل شوې چې دغه سيالۍ د را روانې شنبې په ورځ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مقام ٥٠٠ کسيز جيم کې د درېيو ورځو لپاره ترسره شي.

د دې ریاست په وینا، په دغو سياليو کې به د کابل ښار پاورلفټينګ ١٥ کلپونو څخه تر ١٢٠ زيات ورزشکاران ګډون وکړي.

يادې سیالۍ د سني ګټګوريو نوي ځوانانو او ځوانانو، ترمنځ په ٩وزنو کې له ٥٣کيلو ګرام څخه تر ١٢٠ کيلوګرام پورې ترسره کېږي.