ټاکل شوې جوبايډن او د اسرايل صدراعظم نن يو امنيتي هوکړه لاسليک کړي

جو بايډن اسرايل ته د سفر پر مهال

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرایل له صدراعظم یایر لاپید سره نن داسې هوکړه لاسلیک کړي چې دواړه لوري اټومي وسلې ته د ایران د مخنیوي ژمنې په کې کوي.

رویټرز د جوبایډن ادارې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې دا هوکړه به د امریکا او اسرایلو اوږدمهاله امنیتي اړیکې لا پراخې کړي.

بایډن له ولسمشر کېدو وروسته پرون د منځني ختیځ لومړی سفر اسرایل ته په رسېدو پيل کړ.

نوموړی له اسرایل وروسته سعودي عربستان ته سفر کوي.