ازبکستان کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي

د تاشکند ښار یوه څنډه

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس د دایرولو لپاره چمتووالی نیسي.

په هغه خبرپاڼه کې، چې دغه وزارت پر خپله رسمي ویبپاڼه خپره کړې، راغلي چې تاشکند په دوو اوونیو کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي جرګه کوي چې په افغانستان کې د روان حالت په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت هم تایید کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر به یې په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره شبه په دې اړه ازادي رادیو ته وویل: "تېره میاشت د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف په کابل کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له مرستیال ملاعبدالغني ملابرادر سره په کتنه کې د دې غونډې په اړه خبرې کړې وې."

د دې غونډې د اجنډا په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي او دا هم لا څرګنده نه ده چې کوم هېوادونه به دې کنفرانس کې ګډون کوي.