په بلوچستان کې د پر له پسې ورښتونو له کبله د مړو شمېر ۶۵ ته رسېدلی او تر ۵۰ زيات نور ژوبل شوي دي.
د طبیعي پېښو د نظم صوبايي ادارې پرون وویل، چې د بارانونو له کبله، چې د جولای له لومړۍ پیل شوي، تر ۷۰۰ زيات کورونه نړېدلې دي.
حکومت ويلي، چې د وسې يا پشکال بارانونو له اغېزمنو سره یې د مرستو لړۍ روانه کړې ده خو ځايي کسان دا مرستې ناکافي ګڼي.
له بلې خوا په سيند کې د ورښتونو له کبله ۳۷ کسان مړه شوي.
د سیند د طبیعي پېښو د نظم صوبايي ادارې پرون ناوخته په خپل راپور کې ویلي، چې تر ټولو زيات کسان په کراچۍ کې مړه شوي چې شمېر يې ۲۶ ته رسېدلی دی.