اقتصادي کړکېچ؛ اوچا له افغانانو سره د ډنمارک مرسته وستایله

ارشیف: د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې د مرستو د وېش بهیر

اوچا یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې له ډنمارک مننه کړې چې له افغانانو سره یې دوه نیم میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

ډنمارک د افغانستان د بشري صندوق سره د سه شنبې په ورځ د اولس نیم میلیونه ډنمارکي کرونو چې دوه نیم میلیونه امریکايي ډالره کېږي مرسته اعلان کړه.

د افغانستان د بشري صندوق لپاره ټوله شوې مرسته د سختو اړمنو د لاسنیوي لپاره لګول کېږي.

اوچا په یوه ټوېټ کې ډنمارک د افغانستان د بشري صندوق متداومه تمویلونکی بللی او له نورو یې هم غوښتي چې په مرستو سره د انسانانو ژوند وژغوري.

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

په دې وروستیو کې ګڼ ولایتونه له سېلابونو سخت زیانمن شوي او تر هغه مخکې د پکتیکا او خوست زرګونه کسانو ته په زلزلو کې مرګژوبله واوښته چې سختو مرستو ته اړتیا لري.