په پکتیکا کې د ګازو د یوه بالون په چاودنه کې د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس سه شنبه راپور ورکړی، چې پېښه په سروبي ولسوالۍ کې شوې ده او د کور یوه برخه هم نړېدلې.
د یوه ټپي حالت نازک ښودل شوی.
باختر اژانس زیاته کړې، چې د ګازو د ټيټ کيفيت لرونکو بالونونو کارول او د دغو بالونونو په کارولو کې د کورنيو بې پروايي د دغسې خونړیو پېښو لامل ګرځي.