په غور ولایت کې د فوټبال لیګ سیالیو اتلولي د ښاروالۍ لوبډلې وګټله.
د غور د فوټبال فدراسیون له لوري په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي، د یاد ولایت په کچه د ۱۶ کلنو فوټبال لیګ سیالۍ، چې په الف او ب ګروپونو کې پیل شوی وې، نن د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په دغه لیګ کې ۹ لوبډلو په خپلو کې سیالي وکړه.
دغه سیالۍ، چې د دوو اوونیو لپاره یې دوام درلود، په پایله کې یی د غور ولایت د ۱۶ کلنو منتخبې لوبډلې ته غوره څېرې هم انتخاب شوې.