د صنعت‌کارانو ټولنې له طالبانو د جوازونو برخه کې د اسانتياو غوښتنه وکړه

ارشيف

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه د طالبانو له حکومته غواړي، چې د صنعت په برخه کې د پانګونی د جذب په هدف دې د جوازونو په ورکړه کې اسانتیاوې راولي.

د صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافي ازادی راډیو ته وویل ،چې په وروستیو څلورو میاشتو کې د صنعت په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ډېره شوې.

د ښاغلي صافي په خبره، دوی د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره پر داسې یوه طرحه کار پیل کړی چې له مخې به یې د صنعت په برخه کې د پانګونې لپاره د جواز ورکړه اسانه شي او د صنعتي شرکتونو د فعالیت لپاره به د برېښنا د برابرولو ترڅنګ، پر یادو شرکتونو مالیه هم راکمه شي.

د صنعت کارانو د ټولنې د معلومات پر بنسټ، اوس مهال په ځینو ولایتونو کې د تخنیکي ستونزو ترڅنګ د برېښنا پارچاوئ دوی ته ستونزې پیدا کړي، خو د کجکي په بند کې د برېښنا د تولید له ډېرېدو سره په کندهار کې د برېښنا ستونزه حل شوې.