د ټوېټر د ونډو ارزښت پنځه سلنه لوېدلی دی

ټوېټر

وروسته له دې چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک د ټوېټر د رانیولو قرارداد لغوه کړ، د ټوېټر د ونډو ارزښت په سلو کې ۵ ولوېد.

د ښاغلي ماسک وکیل د جمعې په ورځ ویلي و چې غواړي په ۴۴ میلیارد ډالرو د ټوېټر د رانیولو قرارداد لغوه کړي.

پرون (دوشنبې) د ټوېټر هره ونډه ۵ اعشاریه ۴۶ سلنه ولوېده او تر ۳۵ ډالرو ټیټه شوه.