پاکستان: سېلابونو له امله ۱۴۷ تنه مړه شوي

پاکستان کې د وروستيو سېلابونو انځور چې د جولایی مياشت کې راوتلي دي.

د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې د جون له ۱۴ څخه د جولای تر ۱۰ پورې په دغه هېواد کې د موسمي ورښتونو په ترڅ کې ۱۴۷ تنه مړه شوي دي.

دې ادارې همداراز ویلي چې د ورښتونو له کبله تر ۷۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي او تر ۳ ډېر نور یومه نړېدلي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې لا هم سېلابونه راوتلي او لسګونه خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې.