په هلمند کې نس ناستي ۲۰ کسان مړه کړي

د هلمند د روغتيايي چارواکو په وينا، له مرکز څخه دغې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتيايي ټيمونه لېږل شوي او د ناروغانو درملنه روانه ده.

په هلمند کې سخت نس ناستي شل کسان مړه کړی دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس بېګا ناوخته په دې اړه راپور ورکړی دی او ویلي یې دي چې دا کسان په تېر یوه شپه او ورځ کې مړه شوي.

د هلمند روغتیايي چارواکي وايي، په باغران ولسوالۍ کې تر ۱۲۰ ډېر کسان په نس ناستي/اسهال ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د هلمند د روغتيايي چارواکو په وينا، له مرکز څخه دغې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتيايي ټيمونه لېږل شوي او د ناروغانو درملنه روانه ده.