زلنسکي په پنځه هېوادونو کې خپل سفيران له دندو ګوښه کړل

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په پنځو هیوادونو کې خپل سفیران له کاره ګوښه کړل.

د اوکراین ولسمشر د دغو سفیرانو د برطرفۍ حکمونه پرون (شنبه) صادر کړل خو په هغو کې د دې پرېکړې دلایل نه دي څرګند شوي.

د ولسمشر زیلنسکي له فرمان سره سم، په جرمني، ناروې، چک جمهوریت او هند کې د اوکراین سفیران څنګ ته شوي دي.

تر دې وړاندې اوکراین په مالدیپ، نیپال، سریلانکا او بنګله دېش کې خپل سفیران له دندو ګوښه کړي وو.