ملا يعقوب: دوحه د افغانستان او قطر ترمنځ د امنيتي موافقې هڅه کوي

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب مجاهد

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر وايي، دوحه د افغانستان او قطر ترمنځ د همکارۍ د چوکاټ د رامنځته کولو لپاره له کابل سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو هڅه کوي.

ملایعقوب مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې ده د موافقې مسوده د لا زیات تحلیل لپاره له ځان سره راوړې ده.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې یولکو لس زره کسیزه اردو یې جوړه کړې ده.