د جاپان د پخواني صدراعظم شینزو ابې له ترور کېدو دوې ورځې وروسته نن سهار (یکشنبه) د دغه هېواد د سنا جرګې د نیمايي استازو د انتخابولو لپاره د رای ورکولو بهیر پیل شو.
په نظر پوښتنو کې د جاپان د لیبرال دیموکرات ګوند په ګډون واکمن ايتلاف، چې ابې یې غړی و، مخکښ ښکاري.
دا ښي اړخی ملي ګوند اوس په جاپان کې واکمن دی.
په جاپان کې انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې انتخاباتي بهیر د شینزو ابې د وژل کېدو تر اغېز لاندې دی.