د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه وکړه چې پر ایران به د اقتصادي او دیپلوماتیکو فشارونو زیاتېدو ته دوام ورکړي.
ښاغلي بایډن په یوه لیکنه کې چې سرلیک یې دی (ولې سعودي عربستان ته ځم؟) او پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې، د ایران په اړه د خپل حکومت دریځ ته په اشارې ویلي چې امریکا د ایران د غورځو - پرځو د کنټرولو لپاره په اروپا او درسته نړۍ کې له خپلو شریکانو او متحدانو سره لاس یو کوي.
امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې پر ايران پرلپسې اقتصادي او سياسي بنديزونه لګولي چې له امله يې ايران له سخت اقتصادي ګواښ سره مخ دی.