د سوریې ولسمشر بشارالاسد پرون شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ په حلب ښار کې ولمانځله.
دا له کله چې په ۲۰۱۶م کال کې د سوریې پوځیانو د روسي او متحدو ځواکونو په مرسته دغه ښار ونیوه، لومړی وار دی، چې د سوریې ولسمشر شمالي ښار حلب ته سفر کوي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا په وینا، اسد له نورو عالي رتبه دولتي چارواکو سره یوځای د اختر لمونځ په ابن عباس جومات کې وکړ.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد په خپله وینا کې وویل هلته یې یو برېښناکوټ پرانیست چې ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولی شي.
دغه ښار په ۲۰۱۲م کال کې د سوریې تر کورنۍ جګړې مخکې ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوله.