پاکستان: د سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه او سلګونه بې‌ځايه شوي

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د سېلابونو يو انځور

پاکستاني چارواکو پرون شنبه ویلي، چې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله په لسګونو کسان مړه او په سلګونو نور، بېکوره شوي دي.

د بلوچستان ایالت د اضطراري چارو سلاکار، ضیا اله لانګو ویلي، د ښځو او ماشومان په ګډون ۵۷ تنه مړه شوي دي.

بلخوا د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلامیې له مخې، په دغه ایالت کې د سختو اورښتونو له کبله دوه کسان د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې هم وروستیو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.