د نړۍ بډایه کس د ټویټر د اخیستلو له وړاندیز تېرېږي

ارشیف

د نړۍ تر ټولو بډایه کس ایلان ماسک ویلي، چې د ۴۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د ټویټر د اخیستلو له وړاندیز تېرېږي.

هغه وویل، چې دا ټولنیزه رسنۍ د جعلي اکاونټونو په اړه کافي معلومات ورکولو کې پاتې راغلې.

خو د ټویټر چارواکو ویلي، چې دوی له ماسک سره معاملې ته ژمن دي او ښايي د هغه پر ضد دعوا وکړي.

ماسک په اپرېل میاشت کې د ټویټر د پېرلو لپاره د چمتووالي اعلان کړی و.