نړیوال سازمانونه د پکتیکا زلزله ځپلو سیمو کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي

په پکتیکا کې روغتیايي کارکوونکی د یوه زلزله ځپلي سره د خبرو پرمهال

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د پکتیکا د ګیانې او برمل ولسوالیو په زلزله ځپلو سیمو کې د چارو همغږۍ لپاره د دوی شریکان خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دغو کاري ډلو د روغتیايي خدماتو او اقداماتو د څارنې لپاره هلته روغتیايي کمپونه هم کتلي دي.

د چنګاښ/سرطان پر لومړۍ نېټه یوې سختې زلزلې په پکتیکا او خوست کې تر زرو ډېرو کسان مړه کړل.