د ایران د پارلمان یو غړی: د درملو کموالی یوه حساس پړاو ته رسېدلی

ارشیف: د ایران یو درملتون

د ایران د پارلمان یو غړی وايي، په ایران کې د درملو کموالی یوه حساس پړاو ته رسېدلی دی.

عبدالحسین روح الامیني وايي، په دغه هېواد کې د درملو جوړولو صنعت د سقوط په حال کې دی.

ده زیاته کړه، د ایران د درملو جوړولو تر ټولو لوی وېشونکی، ابان فارمیسي د ۳۵۶ ډوله درملو له کموالي سره مخامخ دی.

د ایران د پارلمان دغه غړي وايي، که وضعیت دغسې دوام ومومي، ایران به د درملو له سخت کموالي سره مخامخ شي.