نن د نړۍ د 'جي شل' هېوادونو غونډه پيل شوه

اندونيزيا کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو غونډه

د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو یا جي شل جګپوړي دیپلوماتانو خپله یوه ورځنۍ غونډه نن پیل کړه.

دا غونډه د اندونیزیا په مالي کې ده او هدف یې د جي شل هېوادو د مشرانو راتلونکې غونډې ته زمینه برابرول یاد شوې دي.

د جي شل سرمشریزه هم سږ کال ده.

د نننۍ غونډې د اجنډا مهم ټکي پر اوکراین د روسیې برید او په نړۍ کې د خوراکي موادو او انرژي د بیو زیاتیدل دي.

د دې سربېره چې لویدیځ د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې بندیزونه لګولي دي، روسیې هم په نننۍ غونډه کې ګډون کړی دی.

تازه راپورونه وایي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بالي ته تللی و خو وختي له غونډې وتلی دی.