هند افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره يوه ډله کابل ته لېږلې

د هند بيرغ

هند په کابل کې خپل سفارت ته یوه ډله لېږلې چې سفارت پرانیزي او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي.

د هند د باندنیو چارو وزارت ویلي چې لېږل شوې تخنیکي ډله به افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې رول ولوبوي.

هند د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه خپل ډیپلوماتان وایستل.

خو په وروستيو کې د هند حکومت خبر ورکړ چې کابل کې به خپل سفارت پرانيزي او ظاهراً يې موخه زلزله ځپلو او نورو افغانانو سره بشري مرستې کول او مديريت کول ښودلي.