روزګان: د دهراود ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان وژل شوی

د ارزګان ولايت دهراود ولسوالۍ بازار

په روزګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي نن ازادي راډيو ته تایید کړه چې د جمهوري نظام پر مهال د دهراوود امنیه قومندان شیراغا وژل شوی.

هغه ادعا وکړه چې دا قومندان بېګا ناوخته د خپلو شخصي دوښمنانو له خوا وژل شوی.

قریشي زیاتوي چې طالب ځواکونو د قومندان شيراغا د وژنې په تور دوه کسان نیولي هم دي.

شیر اغا د تېر نظام پر مهال د دهراوود ولسوالۍ د پخواني قوماندان شاه محمد شاه چې د طالبانو د تر ټولو سرسخته دوښمن ګڼل کېده کلونه مرستیال پاتې شوی و او د قوماندان شاه محمد شاه تر وژل کېدو وروسته امنیه قوماندان شو.

طالب ځواکونه له دې مخکې تورن شوي چې د غچ اخیستنې په پار یې سلګونه پخواني افغان ځواکونه وژلي او تري تم کړي.