ازبکستان افغانستان سره د ترانزيتي همکارۍ د ډېرېدو ژمنه کړې

د ازبکستان بيرغ

ازبکستان ژمنه کړې چې له افغانستان سره ترانزیتي همکاري زیاته او د افغاني مالونو ګمرکي تعرفه کمه کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، ازبکستاني چارواکو دا ژمنه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پلاوي ته د تاشکند د سفر په لړ کې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان د افغانستان له لوري پر ترمذ بندر د څو راکټونو پر لګېدو اندېښنه ښوولې ده.