د طالبانو د حکومت دفاع وزير دوحه کې د قطر له امير سره ليدلي

د طالبانو دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد

د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره وکتل.

مجاهد د قطر د حکومت په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د وياند ذبیح الله مجاهد په وینا ملا یعقوب مجاهد د قطر له امیر سره د دوو هېوادونو پر دوستانه اړیکو او نورو مسلو خبرې وکړې.

قطر له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.