يوناما په کابل کې د بهرنیو هېوادونو د ډيپلوماتيکو استازوليو د فعالیت هرکلى وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مرستیال او سرپرست مارکوس پوټزل

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما نوي مرستیال او سرپرست مارکوس پوټزل د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماتیکو استازولیو د فعالیت هرکلی کوي او غواړي چې نور هېوادونه هم په دې هېواد کې سفارتونه پرانېزي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا په یوه ټویټ کې ویلي، چې ښاغلي پوټزل په دې کتنه کې چې نن یې ترسره کړه، متقي ته د خپل ماموریت په اړه معلومات ورکړل او د ښه ماموریت د ترسره کولو په برخه کې یې د اسلامي امارت همکاري او همغږي لازم وبلل.

د احمد ضیا په وینا متقي هیله څرګنده کړې، چې د یوناما استازولۍ د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړیکو او ګټور تعامل په برخو کې خپل رول ولوبوي.

يوناما د دغې کتنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو ښاغلي پوټزل له دې کتنې مخکې په یوه ټویټ کې چې یوناما پر خپلې پاڼې کې خپور کړی، ویلي چې د افغانستان خلکو ته چې هېواد یې په معاصر تاریخ کې په یوه حساسه مرحله کې دی، کارکولو ته ژمن دی.

پوټزل چې له ۲۰۱۷ نه تر۲۰۲۱ کال پورې یې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د روان کال د جون په اولسمه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش د افغانستان د سیاسي ماموریت لپاره د خپل نوي مرستیال په توګه وټاکه.

نوموړي په یوه ټویټ کې چې د یوناما پر پاڼه خپور شوى، افغانستان ته د رسېدو او د دندې د پیلېدو خبر ورکړی دی.