د خوست او فراه په ګمرکونو کې انالوګ تلې فعالې شوې

د انالوګ تلې د پرانيستلو انځور

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د یادو تلو په فعالېدو سره سوداګرو، موټر چلونکو او د ګمرک کارکونکو ته د دې ترڅنګ چې د وزن د تللو چاره اسانه کېږي، ورسره د وزن معلولو او د عوایدو په ټولولو کې د فساد مخنیوی هم کېږي.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د فراه د ابونصر فراهي ګمرک نوې فعاله شوې تله ۲۲ متره اوږوالی او ۱۰ لوډسېلونه لري او د خوست ګمرک تله ۱۸ متره اوږدوالی او ۸ لوډسېلونه لري چي هره تله د ۱۵۰ ټنه وزن د پورته کولو وړتیا لري.

د مالیې وزارت ویلي چي ډېر ژر به د نیمروز ګمرک او حیرتانو بندر کي هم د صادراتي توکو لپاره ورته تلې فعالې کړي.