امريکا به د جي شل هېوادونو غونډه کې په روسيې د سمندري لارو پرانيستلو غوښتنه مطرح کړي

د جي ۲۰ هېوادونو استازي

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر به روانه اونۍ د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو( جي شل) له غړیو وغواړي چې پر روسیې فشار راولي چې د اوکراین د جګړې له امله بندې شوې سمندرې لارې پرانیزي.

انتوني بلینکن چین ته هم خبرداری ورکړ چې د ماسکو د جګړې ملاتړ ونه کړي.

په اقتصادي برخه کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رامین تولوي وویل چې ښاغلی بلینکین به دا موضوعات د جمعې په ورځ د جي شل هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح کړي.

ښاغلی بلینکین نن د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بالي ته روان دی.

ټاکل شوې ده چې دی له خپل چینایي سیال وانګ یي سره خبرې وکړي خو دا تمه نه‌کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به ګوري.