د کډوالو عالي کمېشنرۍ کندهار کې يو روغتيايي مرکز پرانيستلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کندهار ولایت په اعظم کلا کې د یوه روغتیایي مرکز د پرانستلو خبر ورکوي.

دغې کمېشنرۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه روغتیایي مرکز به په دې سیمه کې ۴۳۰۰ تنو کورنیو بې ځایه شویو ته روغتیايي خدمات سرته رسوي.

یو ان ایچ سي ار ویلي چې دا مرکز په سولري یا لمریزې برېښنا سمبال دی چې ناروغانو ته ښه امکانات برابروي.