ازبکستان: له افغانستان پرون پنځه توغندي را توغول شوي

هغه پُل چې افغانستان او ازبکستان سره نښلوي

ازبکستان ویلي چې د افغانستان له لوري پرون پنځه توغندي د دې هېواد په جنوب ختیځ کې پر یوه سرحدي ښار ګوټي ایشتل شوي خو چاته یې زیان نه‌دی رسولی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه توغندي پر ترمز ښار کې لګېدلي او یوازې څلورو کورونو ته یې یو څه زیان اړولی دی.

دې وزارت ویلي چې چارواکي له افغان لوري سره د دې پېښې په اړه څېړنه کوي چې علت یې معلوم کړي.

د هغو راپورونو په اړه چې ویل شوي له دغې پېښې وروسته د ازبکستان جنګي الوتکې پورته شوي، د ازبکستان چارواکو رسماً څه نه‌دي ویلي.

چارواکو دغه راز د هغې یوې ویډیو په اړه چې په‌کې زیانمن شوي کورونه ښکاري، هم څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

په تېره اپریل میاشت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ادعا کړې وه چې پر ازبکستان یې څو توغندي ایشتلي دي خو هغه مهال د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا ناسمه وبلله.