برېښنا شرکت: اختر کې به برېښنا عادي حالت ته راوګرځي

د برېښنا شرکت کارکوونکې د مزو د ترميم په حال کې

د افغانستان برېښنا شرکت، د برېښنا د پرچاویو د زیاتېدو ستونزو مني، خو وايي په اختر کې به برېښنا خپل نورمال حالت ته راوګرځي.

برېښنا شرکت په یو رسنیزه خبرتیا کې، چې رسنیو ته یې لېږلې لیکلي چې، د اوړي په موسم کې د هوا په تودېدو سره برېښنا ته د خلکو تقاضا کچه لوړيږي او په سیستم کې شته وارداتي برېښنا او کورنۍ تولیدي برېښنا په ۲۴ساعته ډول د برېښنا خدماتو بشپړتیا ته بسنه نه کوي.

برېښنا شرکت ،يلي، دوی اړ دي چې د پرچاويو په تطبیق سره په منظم ډول ټولو ساحو ته برېښنا وویشي.

خو برېښنا شرکت وايي، دوی خلکو ته ډاډ ورکوي، چې له تخنیکي مسؤلینو سره په وروستۍ ناسته کې د شوې پرېکړې له مخې به سر له سبا ورځې بیا د اختر تر وروستیو پورې برېښنا نورمال حالت ته را وګرځي او پرچاوۍ به تر ټولو کمې کچې ته راټېټې شي.

دغه راز برېښنا شرکت ویلي، چې په تېرو کلونو کې به د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د کابل سیند مسیر کې د نغلو، سروبي او ماهیپر درې ګونو فابریکو له ۱۰۰مېګاواټو زیاته برېښنا تولیدوله، چې اوس د اوبو د کمښت له امله دا کچه ۲۰مېګاواټو ته راښکته شوې او د برېښنا سیستم کې یې پر عمومي ویشل کېدونکې برېښنا پراخ يې اغېز کړی دی.