په تخار کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

ارشیف

په تخار ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

په دې لیګ کې به د ولایت په کچه لس لوبډلې په خپلو کې ۴۵ سیالۍ ترسره کړي.

د تخار ولایت د فوټبال فدراسیون له لوری په خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد لیګ به دوه میاشتې او پنځه لس ورځې دوام وکړي.

د دې لیګ د ترسره کېدو هدف په شمال ختیځ کې د فوټبال سیالیو لپاره د غوره لوبډلې انتخاب بلل شوی.

د شمال ختیځو ولایتونو د فوټبال لوبډلو په ګډون د فوټبال اتلولې لوبی د روان لمریز کال د مني په لومړی میاشت کې پیلېږي.