د ننګرهار ولایت د کانال له کرنیزو حاصلاتو به سږ کال ٦٣ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شي.
د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ویاند همایون غریب مل ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال د یاد کانال له کرنیزو ځمکو څخه د څه باندې زر ټنه زیتونو د راټولولو چارې پیل شوي.
د ښاغلي غریب مل په خبره له یادو زیتونو څخه به د ٦٣ میلیونو افغانیو په ارزښت یو لک و ۲۲ زره لیتره د زیتونو تېل او څه باندې ۳۰ زره بوتله اچار تولید او ګاوڼډیو ولایتونو ته به صادر شي.
اوسمهال د افغانستان په بازارونو کې د زیتونو د یو بوتل تېلو بیه پنځه سوه افغانۍ او د یو بوتل اچارو بیه یې سل افغانۍ ده.