د ترکیې پولیسو د ډزو له امله یو افغان ماشوم مړ شوی

ارشیف: د ترکیې سرتېری

د راپورونو له مخې د ترکیې په وان کې پولیسو د افغان کډوالو په یوه بس موټر ډزې کړي چې له امله یې یو ماشوم مړ شوی او دولس نور ټپیان دي.

د سیمې څو رسنیو پرون راپور ورکړی چې پېښه یکشنبه په سرای ولسوالۍ کې شوې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې د یوه ماشوم مړی ښکاري او څو نور ماشومان او ښځې ټپيانې دي.

په ویډيو کې یوه ښځه چې د ماشوم سر ته ناسته ده په دري خبرې کوي.

میدیا نیوز او وان خبر سیمه ییزو رسنیو د وان د ولایت په حواله ویلي، چې پولیسو یواځې د بس په ټيرونو ډزې کړي.

د وان ولایت ویلي، چې ماشوم د مرمۍ په پوچک/چرې باندې لګېدلی او د ټپونو له کبله یې ساه ورکړې.

ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو په وړاندې شرایط سخته کړي او د راپورونو له مخې له ایرانه په ور اوښتونکو ناقانونه افغان کډوالو ان مخامخ ډزې کوي او که ژوندي لاسته ورشي په وهلو وهلو یې له خپلې خاورې باسي یا د پناه غوښتونکو توقیف ځایونو/کمپونو ته بیايي.