اوکراين پر غلا شوې غله بار روسي بېړۍ نيولې

ارشيف

په ترکیه کې د اوکراین سفیر وايي، اوکرایني ځواکونو یوه بېړۍ نیولې چې د روسانو له لوري د اوکراین غلا شوې غله پکې بار وه.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه د ترلاسه کړیو اسنادو له مخې ویلي چې اوکراین په وروستیو ورځو کې له ترکیې غوښتي و د روسیې ژیبک ژولي بېړۍ ودروي.

د رویټرز خبریالانو ژیبک ژولي بېړۍ لیدلې چې د کاراسو بندر د اوبو په غاړه درول شوې ده.