د لسګونو هېوادونو مشران نن د اوکراين پر بيا رغونه خبرې کوي

ارشيف

د لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران نن په اوکراین کې د بیا رغونې پر موضوع غونډه کوي.

د سویس په لوګانو ښار کې د دې غونډې هدف په اوکراین کې د بیارغونې د لارې د نقشې برابرول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اوکراین کې د روسیې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.

په هغو کسانو کې چې دغې دوه ورځنۍ غونډې ته ورځي د اوکراین صدر اعظم دینیس شميهال هم د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي به په مجازي ډول په دې غونډه کې برخه واخلي.

اوکراین دا مهال د پاکو اوبو، بدرفت، انرژۍ، انټرنټي خدماتو او نورو کارونو ته اړتیا لري.