د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د دوو خبريالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی

يو شمېر افغان خبريالان

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو له لوري د دوو خبریالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

په اروزګان کې د پیوستون ټلوېزیون مشر خان محمد سیال او د هلمند کې د هیلې ټلوېزیون خبریال ځوان تکل د جمعې او شنبې په ورځو کې د طالبانو له خوا خوشې شول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه بیان کې چې پرون د کمېټې د ټویټر له لارې خپور شو، د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې درې نور خبریالان هم خوشې کړي.

خبریال او لیکوال عمادالدين دوران د ثور په ٢٤مه په کابل کې، د دایکندي د افتاب راډیو مسوول مرزا حسيني د غبرګولي په درېيمه او د ګردیز غږ راډیو مسوول جمال الدين دلدار د غبرګولي په اوومه د طالبانو له خوا نیول شوي او لا هم په بند کې دي.