کاپیسا کې د اوبو پر سر د لانجې له امله یو تن مړ شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپیسا ولایت موقعیت

په کاپیسا ولایت کې د اوبو پر سر د لانجې په نتیجه کې یو تن مړ شوی دی.

ویل شوي دغه لانجه د تګاب ولسوالۍ په تترخېل سیمه کې پېښه شوې ده.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالفتاح فایز ازادۍ راډیو ته وویل، د نن سهار په دې پېښه کې بل کس ټپي شوی هم دی.

طالبان وايي، د قتل په تور یو کس نیول شوی دی.