په پاکستان کې د موټر چپه کېدو پېښې له امله ۱۹ کسان مړه شوي

روغتیايي کارکوونکي د ټپیانو د لېږدولو پرمهال

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د یوه مسافروړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او تر ۱۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

دغه بس د سخت باران پر مهال په یوه غرنۍ سیمه کې له سړک څخه واوښت.

د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې د پولیسو یوه محلي چارواکي، مهتاب شاه نن یکشنبه ویلي، دغه بس له اسلام اباد څخه د بلوچستان مرکز کوټې ته روان و.