په ازبکستان کې مېشت افغان سوداګر د ستونزو حل غواړي

د ازبکستان بیرغ

په ازبکستان کې مېشتو افغان سوداګرو، د ټرانزیټ، بانکي ستونزو او دغه شان د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې.

دا غوښتنه هغه هېواد ته د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د یو پلاوي د سفر په ترڅ کې شوې ده.

د طالبانو حکومت د صتعت او سوداګرۍ وزارت په ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې پلاوي سوداګرو سره په لیدنه کې د یادو ستونزو د هواري ژمنه کړې ده.

دا لیده کاته داسې مهال کېږي، چې په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د ازبکستان په ګډون ګن شمېر هېوادونو له افغانستان سره خپلې سوداګریزې پولې تر یو وخته تړلې وې، چې بیا وروسته بېرته دغه چاره عادي شوه.